د ممبۍ لپاره روهیت شرما لوبډلمشري کوي او د بنګلور لوبډلې لپاره بیا ویرات کهولي د لوبډلمشرۍ مسوولیت پر غاړه لري.
په دغه لیګ کې ممبی انډینز، رایل چېلنجر بنګلور، کلکته نایټرایډرز، ډهلي کیپټل، چینایي سوپر کینګز، سنرایزر حیدراباد، راجستان رایلز او کینګز ایلون پنجاب لوبډلې برخه لري.
نن ماښام به لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت ۶ نیمې بجې پیل شي .
په دغه لیګ کې د نړۍ مشهرو لوبغاړو په ګډون درې افغان لوبغاړي هم ګډون لري.
د هند غوره لیګ سیالۍ د اپریل میاشتې پر ۹مه نېټه پیلېږي او د مې میاشتې تر ۳۰ مې نېتې به دوام وکړي.
ددې لیګ ۱۳ پړاو سیالۍ د کورونا ویروس له کبله امارات کې ترسره شوې، چې د اتلولۍ جام یې ممبیي لوبدلې ګټلی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ