د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، پرون سهار د غزني ولایت د خشکو په سیمه کې د ټلیفونونو یو انجینر د نامعلولو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
هغه زیاتوي، وسله والو دغه انجینر له دې کبله وژلی چې ګواکي د امنیتي ځواکونو ټلیفونونه یې جوړول.
د نوموړي په وینا، وسله وال له سیمې تښتېدلي او امنیتي سرتېري یې د نیولو هڅې کوي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د غزني ولایت امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.
د دغه ولایت اوسېدونکي له امنیتي بنسټو غواړي چې د امنیت ټینګېدو لپاره یې جدي هڅې وکړي.