د دغه وزارت سرپرست وزیرې معصومې خاوري د پنجشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکوونې په غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
هغې وویل، د اترا ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۳۹۴ یم کال راپدېخوا بیا تر اوسه د سیمکارتونو له لارې د افغان حکومت حساب ته ۲۲ اشاریه درې میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي او تسلیم شوي دي.
خاوري هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې له سیمکارتونو څخه ګرځېدونکې پیسې په شفافه بڼه د ریلټایم سیسټم له لارې د دولت حساب ته لېږدول کېږي او په وینایې، په دې برخه کې اندېښنه نشته.
د یادولو وړ ده چې ترې وړاندې په دې برخه کې د اداري فساد په اړه اندېښنې موجودې وې.
افغان حکومت په ۱۳۹۴ یم کال کې پرېکړه وکړه چې له هر سیمکارت څخه به په سلو کې ۱۰ افغانۍ ګرځول کېږي او د مخابراتو وزارت له لارې به د دولت حساب ته لېږدول کېږي.