د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد حنیف اتمر به د خپل سفر پرمهال د سولې پروسې او د سيمهيیزې او نړيوالې اجماع د تقويه کېدو په تړاو د روسیې بهرنيو چارو وزیر په ګډون له يو شمېر نورو روسي چارواکو سره وګوري.
بلخوا پاکستاني رسنيو بيا خبر ورکړی چې عمر داوودزی د چهارشنبې پر ورځ اسلاماباد ته رسېدلی او ټاکل شوې له يو شمېر پاکستاني چارواکو سره به د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
د چارو شنوونکي بيا د دغو سفرونو د اهميت په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی اجمل هوتک بيا سيمې هېوادونو ته دا سفرونه مهم بولي او ټينګار کوي چې د پاکستان په ګډون د سيمې نور هېوادونه د سولې په پروسه کې مثبت رول لوبولی شي.
دی زياتوي، عمر داوودزی بايد د خپل سفر په جريان کې پاکستان چارواکي قانع کړي، څو د ترهګرو له تمويل لاس واخلي او سولې لپاره دې هڅې وکړي.
هوتک کليد وويل:
«زما په نظر دا سفرونه ډېر مهم دي او اړتيا ورته ليدل کېږي، دا سفرونه کولی شي د افغان سولې پر پروسې هم مثبتې اغېزې ولري، اتمر دې مسکو ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د طالبانو سفرونه په اړه خبرې وکړې او له دوی څخه دې جزييات واخلي او عمر داوودزی بيا پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د ياد هېواد چارواکي دې ته قانع کړي، څو د ترهګرو ډلو له تمويل څخه لاس په سر شي.»
د نړيوالو چارو شنوونکی ناصر موسوي بيا وايي، د امريکا په بهرني سياست کې تغييرات راغلي او ښايي د سولې په پروسه کې هم ځينې بدلونونو راشي او همدې مسلې ته په کتو سره حکومتي چارواکي او طالب مشران پهدې هڅه کې دي چې د سيمې هېوادونو ملاتړ او ملتیا خپل کړي.
دی زياتوي، د سولې په پروسه کې د پاکستان نقش مهم او اساسي دی.
موسوي کليد ته وويل:
«د جوبایډن په راتګ سره د امريکا متحدو ايالتونو په بهرني سياست کې تغيیرات راغلي او شونې ده چې د سولې په پروسه کې د دوی په تګلاره کې هم بدلون راشي، نو دغو ټولو مسايلو ته په کتو حکومتي چارواکي او طالب مشران په دې لټه کې دي چې د سيمې هېوادونو ملتيا او ملاتړ خپل کړي.»
پر دې سربېره د ولسي جرګې يو شمېر غړي بيا وايي، تر دې پخوا هم د سيمې هېوادونو ته سفرونه شوي، خو پايله یې نهده ورکړې او تمه لري چې دا تازه سفرونه ښې پايلې ولري.
بسمالله جانمحمد کليد ته وويل، دغو سفرونو ته خوشبين دی او د اوربند په تړاو بحثونو ته بايد لومړيتوب وکړل شي.
جانمحمد وويل:
«تر دې پخوا هم دغو هېوادونو ته ډېر دغه شان سفرونه شوي دي، خو موږ یې تر اوسه کومه مثبته پايله نهده ليدلې، اوس زموږ تمه دا ده چې دا سفرونه وشي کړای ښې پايلې له ځانه سره ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې طالب مشرانو هم پاکستان، روسیې او ترکمنستان هېوادونو ته سفرونه کړي وو او د سولې په تړاو یې د يادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې اترې کړې وې.
بلخوا، د قطر په دوحه تې اوږده ځنډ وروسته شاوخوا درې ورځې مخکې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو سره ناسته کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ