دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۲ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۴۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۶ زره او ۳۴۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۴۸زره او ۵۲۹، په مکسیکو کې ۱۸۱زره او ۸۰۹، په هند کې ۱۵۶زره او ۵۶۷، په بریټانیا کې ۱۲۱ زره او ۵۳۶ ، په ایران کې ۵۹ زره او ۶۳۶ او په پاکستان کې ۱۲ زره او ۷۰۸ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ