هغوي وايي چي په دغه عملیاتو د وسلوالو یو شمېر وسلې هم لمنځه وړل شوي دي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وايي چي د کندهار په میوند ولسوالۍ او ارغنداب ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو پر یو شمېر پټنځاینونو باندې بریدونه کړي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چي د افغان ګډو ځواکونو لخوا د کندهار په میوند ولسوالي کي عملیات ترسره شوي.
د بارکزي په خبره په عملیاتو کې د افغان ځواکونو لخوا اووه طالبان وژل شوي او شپږ نور يې ټپیان شوي.
هغه وايي چي د افغان ځواکونو لخوا د عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او شل کړۍ ماینونه هم لمنځه وړل سوي.
بلخوا په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مسئولین وايي چي په ارغنداب کي يې هم د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې.
ددې قول اردو ویاند یحيي علوي وايي چي د ملي اردو هوايي او مځکني ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ په بابړانو سیمه کي د وسلوالو پر مرکزونو هوايي او ځمکني بریدونه کړي چي پکې د دو ډلګۍ مشرانو په ګډون ۱۳ وسلوال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
هغه وايي چي ددغه عملیاتو پر مهال د وسلوالو یو شمېر وسلې او ماینونه هم له منځه وړل سوي.
وسلوالو طالبانو د امنیتي چارواکو ددغه ادعا په اړه څه ندي ویلي.
میوند ، ژېړۍ ، پنجوايي ، ارغنداب او شاولي کوټ د کندهار هغه ولسوالۍ دي چي دا مهال پکې د افغان ځواکونو لخوا عملیات روان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ