ads

د سولې مرکچي پلاوی پر مشورو بوخت دی

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سولې مذاکراتو د دویم پړاو پیلېدو لپاره مشورې روانې دي.

محمدخان بریال
25 سلواغه 1399
د سولې مرکچي پلاوی پر مشورو بوخت دی
د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري د شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا چې مرکچي پلاوي له مقابل لوري سره پر اصلي موضوعاتو د خبرو لپاره چمتوالی بشپړ کړی، اوسمهال د سولې پروسې په اړه پر نورو میکانیزمونو کار کوي.
هغې زیاته کړه، پر دې ټولو سربېره مرکچي پلاوی د ټولنې له بېلابېلو قشرونو او د سولې پروسې له ملاتړو هېوادونو سره په همدې برخه کې پر خبرو بوخت دی.
په دوحه کې د سولې خبرو دویم پړاو پیلېدو ته تمې دا وې چې د افغانستان د سولې مسله به بل رنګ واخلي او د دواړو لورو مذاکرات به یوې پایلې ته ورسېږي، خو لیدل کېږي چې مذاکرات له بن‌بست سره مخ شوي دي.
بلخوا، د حکومت لوړپوړو چارواکو هم په تازه څرګندونو کې د امریکا او طالبانو تر منځ پرشوې هوکړه نیوکه کړې ده.
د سیاسی چارو شنونکی باري عارض پر دې باور دی د افغانستان د جګړې ښکېل لوري د امریکا د نوي حکومت تصمیم ته په تمه دي.
د دې تر څنګ د مصالحط شورا د عامه اړیکو او رسنیو کمېسیون غړی بشیر بشرمل وایي، د افغانانو اوسنۍ اړتیا اوربند دی، خو په وینایې، طالبانو د مذاکراتو مېز خوشی کړی او نښتو ته یې دوام ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د سولې خبرو بیا پیلېدو لپاره د نویو هڅو خبر ورکړ.
وبه لیدل شي چې د دویم پړاو مذاکراتو برخلیک څنګه کېږي؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA