ads

ارزګان کې د غواګانو فارم لرونکي له دولت څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

ارزګان کې د غواګانو فارم لرونکي وايي، د غواګانو فارمونو په برخه کې یې زياته پانګه اچونه کړې ده؛ خو دولت له پام غورځولي دي.

احسان الله ولسمل
19 سلواغه 1399
ارزګان کې د غواګانو فارم لرونکي له دولت څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

ارزګان کې د ورځي ۱۸ ليټره شيدې د غواګانو د فارمونو څخه په لاس راځي.

ارزګان کې د غواګانو فارم لرونکي وايي له کلونو راهیسې يې د غواګانو فارمونه جوړ کړي او زياته پانګه اچونه يې کړې ده؛ خو دولت بیخي له پامه غورځولي دي او هېڅ پاملرنه ورته نه کوي.

په مرکز ترينکوټ کې د غواګانو د شخصي فارم يو تن ماليک فريد صاحبزاده چې له تيرو پنځه کلونو راهیسي د غواګانو فارم لري او غواګاني ساتي وايي چې شاخوا۷۰ داني د بیلابیلو هېوادونو څخه لوړ جنسيت درلودي غواګاني لري او هر ورځ په منځنۍ کچه ۱۵ سوه ليټر شيدي توليد کوي خو زياته وي چې دولت ورته هيڅ پام نه کوي.

نوموړی زياتوي چې دولت ورسره ژمنې کړي دي چې د غواګانو د شېدو د پروسيس لپاره به ورته يو مرکز جوړ کړه؛ خو په خبره يې چې تردامهاله يې هېڅ پاملرنه ورته نه  کړې.

هغه وايي د غواګانو د پروسيس د مرکز د نه شتون ترڅنګ د غواګانو د روزنې او نورو برخو کې هم له زياتو ستونزو سره مخ دي.

د فريد صاحبزاده په خبره چې د شاخوا دوه ميليونه افغانيو په اندازه يې په دغه فارم پانګه لګولې ده خو اوس د زيان سره مخ دی.

«دلته خارجي غواګانې راځي موږ زيات مصارف کوه خو ګټه يې کمه ده پنځه کاله کيږي دغه فارم لرو خپل مصرف نه پوره کوي که پاملرنه راته ونه شي موږ مجبوره يو چې دغه غواګانو فارم وتړو»

سردارولي بیا په دغه فارم کې د غواګانو پالنه او روزنه کوي.

د غواګانو په دغه فارم کې د ګټې پر ځاي زيان ته سردارولي هم اندېښمن دی ځکه که ددغه فارم فعاليت بند شي سردارولي به هم ورسره بې روزګاره شي.

سردارولي وايي. دده ترڅنګ يو شمېر نور کسان هم ورسره په دغه فارم کې د غواګانو په پالنه او روزنه بوخت دی.

 «زه دلته د غواګانو په روزنه او پالنه بوخت يمه د ورځې پنځلس زره افغانۍ مصرف کېږي خو ګټه نه کوي موږ زيات وخت د غواګانو شېدې چې د بازار موندنه يې ونه شي شېدې يې پر ځمکه تويي کړو»

د غواګانو د فارم لرونکو دغه ستونزه مو په ارزګان ولايت کې د کرنې اوبو لګلولو او مالدارۍ رياست له چارواکو سره شرېکه کړه.

دارزګان دکرني او مالدارۍ رياست ريس احمدشاه خيري وايي، ارزګان اوس مهال ۵ د غواګانو فارمونه لري چې د ورځې ۱۸۰۰ ليټره شېدې توليد وي.

هغه هم مني چې د غواګانو د شېدو د تولید لپاره دوی د پروسي کوم مرکز تردامهاله نه لري.

احمدشاه خيري ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به په ارزګان کې د غواګانو د پروسيس يو مرکز جوړ کړې څو د غواګانو د توليد سوه شيدو څخه په معياري ډول ګټه واخيستل شي.

«موږ پلان لرو چې دغو غواګانو لپاره د پروسيس يو مرکز جوړ کړو او ډېر نور خلک به هم وهڅوه چې د غواګانو دغه ډول فارمونه جوړ کړي تراوسه موږ د غواګانو درمل او نور وسايل فارم لرونکو ته ورکړي دي»

ارزګان کې شاخوا ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپله روزي په لاس راوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA