ads

په هلمند کې ۲۷ بندیان د طالبانو له بنده ازاد شول

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند کې د طالبانو له زندان څخه د ۲۷ بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
2 سلواغه 1399
په هلمند کې ۲۷ بندیان د طالبانو له بنده ازاد شول

له دغه وزارت څخه د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، کومانډو ځواکونه پر دې توانېدلي چې د هلمند په «نهرسراج» ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه ۲۷ تنه بندیان ازاد کړي.
دغه بندیان د ځانګړو کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې ازاد شوي دي.
د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی وژل شوی، یوه اندازه وسلې، مهمات او یوه برمه چې د سړکونو اوپلونو په ویجاړېدو کې ترې کار اخیستل کېده، د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
تراوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA