د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یوریش کلید ته وویل چې دا نښته تېر ماښام پنځه بجې د زندانیانو ترمنځ رامنځته شوه او د پولیسو لخوا ژر مهار شوه.
د یوریش په خبره لومړی د دوو زندانیانو ترمنځ لفظي جګړه کېږي او وروسته بیا د زندانیانو ترمنځ په یوې فیزیکي نښتې بدله شوه.
د نوموړي په خبره اوس په زندان کې وضعیت په بشپړ ډول کابو دی او د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ