ads

دفاع وزارت په غزني ولایت کې د موټر بم برید د مخنیوي خبر ورکوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو دغزني په اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه د وسلوالو طالبانو  له چاودېدونکو توکو ډک موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه کړی او له منځه یې وړی.

شمس الرحمن شمس
26 مرغومی 1399
دفاع وزارت په غزني ولایت کې د موټر بم برید د مخنیوي خبر ورکوي

خبرپاڼه زیاتوي چې د هوایي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

دفاع وزارت وایي وسلوالو طالبانو پلان درلود چې د ملي اردو پر یو مرکز برید ترسره کړي چې د افغان ځواکونو لخوا یې پلان شنډ شو.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA