ads

دفاع وزارت: د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۴۴طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت وایي په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۱۸طالبان وژل شوي

شمس الرحمن شمس
26 مرغومی 1399
دفاع وزارت: د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۴۴طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له دفاع وزارت څخه د جمعې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بریدونو په ترڅ کې ۱۱۸تنه طالبان وژل شوي، ۳۶تنه ټپیان شوي او ۱۰ تنه نور یې نیول شوي دي.

خبرپاڼه همدارنګه زیاتوي چې د وسلوالو طالبانو لخوا ۱۷ کړۍ ماینونه  د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي وو چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او خنثی شول.

دفاع وزات وایي وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په کونړ، غزني، ارزګان، کندز، قندهار او هلمند ولایتونو کې اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA