د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر کلید ته وویل، د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ د تېرې شپې په جګړه کې د یاد ولایت د امنیت امر رازمحمد دوراندیش او یو شمېر نور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي په یادو نښتو کې د نورو وژل شوو سرتېرو شمېر په ډاکه نه کړ.
بلخوا، د دغه ولایت روغتیایي چارواکي وایي، د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ له پرونۍ پېښې دوی ته ۳۴ جسدونه او اته ټپیان ور وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او هغه یې زړور سرتېری بللی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.