ads

په پکتیکا کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت دوې پروژې پیل شوې

د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېر پادشاه ارګوني د یادو پروژو د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال خبریالانو ته وویل، د ۹۳۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوال او ۱۶۰۰متره کانال د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په ۴۲ میلیونه افغانیو بودېجې باندې جوړېږي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1399
په پکتیکا کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت دوې پروژې پیل شوې
هغه څرګندوي د استنادې دېوال په جوړېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه له سېلابونو وساتل شي او د کانال په جوړېدو سره به ځايي خلکو او بزګرانو ته د اوبو پیدا کېدو ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
«زموږ اولسونه پر موږ او نظام دا حق لري چې د دوی ستونزو ته رسیدنه وشي، د پرمختګونو او کارونو په لړۍ کې نن ورځ تاسو ته ۹۳۰ متره استنادي دېوال او ۱۶۰۰ متره کانال جوړیږې، ټولیز لګښت د یادو پروژو ۴۲ میلیونه افغانۍ دی، دا پیسې په یو غریب او جګړې ځپلي هېواد کې کمي نه دي.»
د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر مومن افغان کلید سره په خبرو کې وویل، د ارګون ولسوالۍ په دهنې کلي کې به د استنادي دېوال په جوړېدو سره له سېلاب څخه زرګونه جریبه ځمکه وژغورل شي او د خلکو حاصلات به تر ډېره خوندي شي.
هغه وايي، د کانال په بشپړېدو سره به د یادې سیمې ډېری خلکو ته د اوبو پیدا کېدو زمینه برابره شي او د خپلو کښتونو اړتیاوې به په سم ډول پوره کړای شي.
«استنادي دېوال او کانال د ارګون ولسوالۍ د دهنې سیمې اوسیدونکو ته په دوو برخو کې جوړیږې، هیله مي داده چې د یادو پروژو په پلي کیدو سره د دغې سیمې د اوسیدونکو ستونزي چې تر دې وړاندې ورسره مخامخ وو حل شي، په دغو حالاتو کې دومره ډېره بودیجه او په لوړه پیمانه کار وړیا نه دی راغلی، دې څه ډېر زحمتونه غوښتي دي په دې کې دولت او اولس زیاته همکاري کړې ده، په خپل اولس او خپلو پراختیايي شوراګانو باندې غږ کوم چې اولس ته دغه پیسې په شفاف ډول او د دوی د غوښتنو برابر ولګوي.»
پر همدې مهال د ارګون ولسوالۍ د دهنې سیمې ځايي اوسېدونکي وايې د یادو دوو پروژو په پلي کیدو سره به ځايې خلکو ته په کرنیزه برخه کې ډېري اسانتیاوې برابرې شي او کښتونه به يې له زیانمندو څخه وساتل شي.
دوی څرګندوي د نورو ښیګڼو سربیره به ډېری بې روزګاره کسانو ته په یادو پروژو کې کاري فرصتونه هم برابر شي او اقتصادي حالت به يې په ښه کیدو شي.
«موږ نن دغو پروژو ته ډېر خوشال یو، موږ له یو لوري د سیلابونو اوبو ډېر زیانمن کړي یو له بل لوري بیا د هغو کښتونو لپاره چې اوبو ته اړتیا لري اوبه نه پیدا کیږې، دا پروژې چې په خیر بشپړې شي خلک ورته ډېر خوښ او دوی ته ډېره ګټه رسوي، د استنادي دېوالونو او کانال جوړیدل د دې سیمې لپاره لویه ابادي ده.»
یاده دي وې چې پکتیکا کې اوس هم د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله ډېر کله د ځايي خلکو او بزګرانو فصلونه او کښتونه تر اوبو لاندې کیږې او ځیني وختونه دا څه ورته درانه زیانونه هم اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA