د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د شاولي کوټ ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چي د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د نوموړي په خبره، نور وسله وال یې مرستې ته راروان وو، خو په لاره کې د ماینونو ښکار شول.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
بارکزی همدارنګه وایي، یاد ماینونه پخپله وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ