د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر کلید ته وویل، نیول شوو کسانو غوښتل له بدخشان ولایت څخه ۲۹ پاکټه هېرویین رستاق ولسوالۍ ته ولېږدوي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په عملیاتو کې ونیول شول.
د ده په وینا، یادو کسانو په ډېر ماهرانه ډول دغه نشه یي توکي په یو ټونس موټر کې ځای پر ځای کړي وو.
د نوموړي په وینا، په دې اړه د پولیسو څېړنې رواني دي.