دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۸۹۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۴۳زره ۹۵۲، په مکسیکو کې ۷۷ زره او ۶۴۶، په هند کې ۹۷زره او ۴۹۷، په بریټانیا کې ۴۲ زره ۲۳۳، په ایران کې ۲۶ زره او ۱۶۹ او په پاکستان کې ۶۴۸۴ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.