ads

د پکتیکا مدني فعالانو افغان امنیتي تېري وستایل

قومي مشر حاجي غلام ولي کلید سره په خبرو کې وویل، افغان تېري اوس د دې وړتیا لري چې په هر حالت کې خپل خلک او خاوره په سمه توګه وساتي.

محمدخان بریال
10 تله 1399
د پکتیکا مدني فعالانو افغان امنیتي تېري وستایل

هغه څرګندوي، قومي مشران له افغان سرتېرو څخه په کلکه ننګه کوي او هر وخت يې تر څنګ ځکه ولاړ دي چې ټول يې خپل زامن او اولادونه دي.
«هغه هېوادونه چې له کلونو راهیسي مجهز پوځونه لري، هغوی هم له خاورې داسي ساتنه نشي کولای څنګه چې افغان سرتېري یې کوي. زموږ ځواکونه د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه دفاع کولای شي، قومي مشران ټول د سرتېرو تر څنګ ولاړ دي او په کلکه يې ملاتړ کوي.»
د پکتیکا مدني فعال علي محمد سادات وايي، افغان ځواکونه په سختو شرایطو کې خپلو دندو ته ډېر وفادار پاتې شوي او تل يي له خپلې پاکې خاورې په کلکه ساتنه کړې ده.
نوموړي وویل، د سرتېرو ډېرو قربانیو ته په کتو يې هغوی وستایل، په غاړو کې يې ورته د ګلونو هارونه واچول او دا ځکه چې پر ځوانانو او مشرانو د هغوی د ستایني حق جوړیده.
«زما په فکر په نړۍ کې به یوازنی هېواد افغانستان وي چې ټول تېري يې مسلمانان دي. دوی هر وخت خپله قربانې ورکړې او له خاورې څخه يې لوېشت لوېشت دفاع کړې ده. د سولې خبرې که پایله ورکړه ښه تر ښه، خو که هر ډول وضعیت روان وي، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د خپلو ملي نوامیسو څخه په کلکه ننګه وکړي.»
د دغه ولایت ځیني نور ځوانان او مشران هم وايي، د طالب بندیانو ځيني ازاد شوي کسان بېرته د وسلوالو ډلو لیکو ته تللي او اوس یو ځل بیا د افغان سرتیرو پر خلاف جنګیږې.
«د وسلوال طالبانو د بندیانو موضوع هم حل شوې ده، ټول بندیان يې ازاد شول؛ خو اوس يې موږ وینو چې ازاد شوي کسان بېرته د وسلوالو ډلو لیکو ته ورغلي دي. که همدومره نور هم ورشي، زموږ سرتېري يې دفاع کولای شي.»
د پکتیکا مشران، مدنې فعالان او ځوانان په داسي مهال افغان امنیتي تېري ستايې او غاړو ته يې د ګلونو هارونه اچوي چې په وروستیو ورځو کې په ټول هېواد کې جګړې خورا زور نیولی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA