ads

په لوګر کې ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

محمدخان بریال
2 تله 1399
په لوګر کې ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي
لوګر کې کمانډو ځواکونه

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي کلید ته وویل، وسله والو طالبانو هلته د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د افغان سرتیرو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د ده په خبره، په دغو نښتو کې ۲۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۸ نور سخت ټپیان شول.
احمدزی زیاتوي، په یادو نښتو کې د طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم افغان سرتیرو ته په لاس ورغلې دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA