د غور ولایت د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش کلید ته وویل، دا لاره د وسله والو او افغان سرتېرو تر منځ د جګړې له امله تړل شوې ده.
نوموړی وایي، دا جګړه پرون پیل شوې او تر نن پورې دوام لري.
د ده په خبره، د دې نښتې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په تړاو دقیق معلومات نشته.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ