د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند په قصبې سیمه کې د پولیسو یو رینجر موټر څلور ماشومان وهلي دي چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د پېښې عاملین نیول شوي دي.
ډېر کله دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.