د دوی د معلوماتو له مخې، دا اورلګېدنه د هوا د ډېرې ګرمېدو له کبله رامنځته شوې او هلته پراخه باد د دې لامل شوی چې لګېدلی اور نورو سیمو ته وغځېږي.
سرچېنه زیاتوي، تر اوسه ۲۵ تنه په دې اورلګېدنه کې وژل شوي او په ډېره کچه ځنګلونه سوځېدلي دي.
د امریکا د اور وژنې ډله وایي، تر دا مهاله زرګونه کورونه له منځه تللي او لاهم د اور مخنیوی نه دی شوی.
د امریکایي چارواکو په وینا، ګڼ شمېر کسان لا درکه دي او اورګېدنې تر دې دمه ۴،۵ میلیونه جریبه ځنګلونه له منځه وړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ