ads

برېښنا شرکت: له ازبکستان څخه د برېښنا د انتقال پروسه به شاوخوا ۷۰۰ کاري ورځې وخت ونیسي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد وايي، د برېښنا شرکت رییس داوود نورزي او د ازبکستان د برېښنا شبکې د مدیره پلاوي مشر دادا جان عیسکلوف ترمنځ له ياد هېواد څخه د برېښنا د انتقال لس کلنه هوکړه لاسليک شوه.

منصور یوسفزی
9 وږی 1399
برېښنا شرکت: له ازبکستان څخه د برېښنا د انتقال پروسه به شاوخوا ۷۰۰ کاري ورځې وخت ونیسي

د ياد وزارت وياند ګران هېواد وايي، د دې هوکړې پر بنسټ په لومړيو دوو کلونو کې به په هر ساعت کې ۴.۲۵ ګېګاواټه او له هغه وروسته به ۶ ګېګاواټه برېښنا هېواد ته راوارد شي.
دی زياتوي، دا پروژه به د ۱۰۰ ميليون ډالرو په لګښت د ازبکستان او اسيا پراختيايي بانک په مالي لګښت پلي شي.
هېواد کليد ته وویل:
«د افغانستان د برېښنا شرکت رییس داوود نورزي او د ازبکستان د برېښنا مدیره پلاوي رییس داداجان عیسکلوف ترمنځ له ازبکستان څخه د لس کلنې برېښنا د انتقال هوکړه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د ياد هېواد د لومړي وزیر مرستيال په حضور کې لاسليک شوه، د دې هوکړې پر بنسټ به ازبکستان د لسو کلونو لپاره افغانستان ته برېښنا ورکړي، په لومړيو دوو کلونو کې به په هر ساعت کې ۴.۲۵ ګېګاواټه او له هغه وروسته به ۶ ګېګاواټه برېښنا هېواد ته انتقال شي، د دې برېښنا په نښلولو سره به د پلازمينې په ګډون د ولايتونو برېښنا هم ۲۴ ساعته شي.»
بل لور ته د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي بيا وايي، د برېښنا د انتقال ياده پروژه به شاوخوا ۷۰۰ کاري ورځې وخت ونیسي، څو ونښلول شي.
دی زياتوي، د دغې پروژې په تطبيق سره به د کابل په ګډون به د هغو ولايتونو برېښنا ۲۴ ساعته شي چې ډېره اړتيا ورته لري او د دې ترڅنګ به زراعتي، اقتصادي، صنعتي سوداګرۍ برخې هم ډېره وده وکړي.
توحيدي کليد ته وويل:
«له ازبکستان څخه د برېښنا د انتقال پروسه به شاوخوا ۷۰۰ کاري ورځې وخت ونیسي چې ونښلول شي، د دې برېښنا په نښلولو سره به لومړی خو برېښنا ۲۴ ساعته شي او بل به زموږ زراعتي، اقتصادي، صنعتي او سوداګرۍ برخې هم ډېره وده وکړي، پر دې پروژې شاوخوا ۱۰۰ ميليون امريکايي ډالر لګښت راځي چې د اسيا پراختيايي بانک لخوا به تمويل شي.»
په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان بيا له ازبکستان سره د برېښنا د انتقال هوکړه ښه اقدام بولي او زياتوي، افغانستان تر دې مخکې له کوم هېواد سره د برېښنا د انتقال په برخه کې تړون نه‌درلود او همدا یې لامل و چې وخت ناوخت به برېښنا پرې کېده.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشيري وايي، د لنډ مهال لپاره د ازبکستان څخه د برېښنا د انتقال پروژه ګټوره ده، خو د اوږدمهال لپاره حکومت ته په کار ده چې په کور دننه د برېښنا د توليد لپاره زمينه برابره کړي او پانګونه وکړي.
نوموړي کليد ته وويل:
«زه فکر کوم دا يو ښه اقدام دی ځکه افغانستان چې تر دې مخکې له دوو اسيايي هېوادونوڅخه برېښنا را واردوله کوم تړون یې نه‌درلود او د همدې لپاره به دوی هر کله خپله برېښنا پر افغانستان پرې کوله او يا هم راکموله، اوس چې د برېښنا د انتقال په برخه کې تړون لاسليک شوی، ښېګڼه یې دا ده چې دوی نه‌شي کولی برېښنا پرې کړي، دا د لنډمهاله لپاره ښه دی، خو د اوږدمهال لپاره افغان حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې پانګونې جذب کړي او پر سيندونو او اوبو دې پانګونه وکړي او د برېښنا د انتقال بندونه دې جوړ کړي.»
هېوادوال بيا پر حکومت او برېښنا شرکت نيوکه کوي چې په دې وروستيو کې د برېښنا نشت بيا له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.
دوی زياتوي، د ۲۴ ساعتونو پر مهال يوازې د څو محدودو ساعتونو لپاره له برېښنا برخمن دي.
په افغانستان کې د برېښنا نشت او ستونزې نوې موضوع نه‌ده، خو دا ستونزه هغه مهال جدي شوه چې تاجکستان پر افغانستان خپله وارداتي برېښنا راکمه کړه، که څه هم حکومت له پخوا راهیسې د هېواد پر سيندونو او اوبو د پانګه اچونې او د برېښنا توليد د بندونو جوړولو ژمنې کړي، خو تر اوسه داسې اقدام چې د برېښنا ستونزه په ټولییز ډول حل کړي، نه‌دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA