جمهوري ریاست وایي، افغان جمهور رییس محمد اشرف غني تېره شپه ناوخته د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې دا مسله بیان کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان د جګړې او د سیمهییزو سیالیو ډګر نه شي کېدای.
ده زیاته کړې، د افغانستان خلک معاملې او باج ورکولو ته حاضر نه دي او که نړۍ یې پر سرمعامله وکړي، د رد له ځواب سره به مخ شي.
په ورته وخت کې هغه وایي، د طالبانو د قوت د ادغام مسله باید شتون ولري او دا د دولت جوړونې له طرحې پرته ناشونې ده.
تر دې وړاندې نوموړي واشنکټن پوسټ ته په یوه لېږلې مقاله کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو د پیل او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.