کابل ښاريان وايي، د اختر په ورځو شپو کې او له هغه وروسته د ښار په بېلابېلو سيمو کې خځلې او د قرباني شويو څارويو کثافات زيات شوي دي.
دوی زياتوي، خلکو د قرباني شويو څارويو کثافات په لارو، کوڅو، سړکونو او ويالو کې اچولي او د چاپيريال پاکوالي او حفظالصحې ته یې هېڅ ډول پاملرنه نهده کړې.
ښاريان ټينګار کوي، هوا د ګرمېدو په حال کې ده او که دې ستونزې ته رسېدګي ونهشي، نو د بېلابېلو ناورغيو لامل ګرځېدای شي.
الطاف کليد ته وويل:
«له اختر وروسته په ښار کې کثافات زښت زيات شوي دي، خلکو د خپل قرباني شوي څاروي پاتې مواد د ښار په بېلابېلو سيمو کې اچولي دي، د ښار په هره برخه کې بوی او خځلې زياتې شوې دي.»
شکېب احمدي کليد ته وويل:
«هوا ګرمه شوې او هره ورځ د ګرمېدو په حال کې ده، په دغه شان يو وضعيت کې د خځلو، کثافاتو او د قرباني شويو څاريو پاتې شوني چې د خلکو له لوري په سړکونو، واټونو، لارو او کوڅو کې اچول شوي دي، د بېلابېلو ناروغيو لامل کېدی شي، خلک بايد حفظالصحې ته جدي پاملرنه وکړي او ښاروالي هم بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.»
ځينې ښاريان بيا په دې برخه کې خلک او ښاروالي دواړه ګرام بولي او زياتوي، نه خلکو د قربانۍ پرمهال دې مسله ته توجه کړې او نه هم ښاروالي په دې برخه کې اړين او لازم اقدامات کړې دي.
د دوی په خبره، کابل ښاروالي يوازې په يو شمېر محدودو سيمو او ناحيو د قرباني شويو څاريو د کثافاتو لپاره کثافدانۍ اېښې وې او په ډېرو نورو سيمو کې بيا د کثافتدانيو څرک نهلګېده.
احمد شاه عاکف کليد ته وويل:
«زه فکر کوم په دې برخه کې يوازې ښاروالي نه، بلکې خلک هم ګرام دي، ځکه خلکو هم هېڅ نظافت په پام کې نهدی نيولی او نه یې هم د چاپیريال پاکوالي ته پاملرنه کړې، کابل ښاروالي هم يوازې په څو محدودو سيمو کې کثافتدانۍ اېښې وې او په نورو سيمو کې بېخي کثاقتدانۍ نه تر سترګو کېدې.»
بل لور ته د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمتالله بارکزی بيا وايي، د تنظيف ریاست مامورينو د اختر په درېيو ورځو کې د کابل ښار له ۲۲ ناحيو څخه ۴زره او ۶۸۱ ټنه خځلې راټولې کړې دي.
دی زياتوي، د نورو اخترونو په پرتله په دغه اختر کې د خلکو همکاري ورسره په مراتبو زياته وه.
بارکزي کليد ته وويل:س
«موږ د ښار په بېلابېلو سيمو او ناحيو کې د قرباني شويو څارويو د پاتې شونې لپاره کثافتدانۍ اېښې وې، د تنظيف رياست مامورينو د کابل له ۲۲ ناحيو څخه د اختر په درېيو ورځو کې ۴۶۸۱ټنه خځلې راټولې او انتقال کړې دي، په دې اختر کې د خلکو همکاري له ښاروالي سره زياته وه.»
کابل ښار کې د خځلو زياتېدو مسله د اختر په رارسېدو پورې ډېر تړاو نهلري، له پخوا راهیسي ښاريان نيوکه کوي چې د ښار په بېلابېلو او بيا په ځانګړي ډول په هغو سيمو چې خلک مېشت دي، کثافات خورا زيات دي او تل د دې موضوع پړه پر ښاروالي اچول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ