غزني کې یو مدني فعال وژل شوی
ددغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعهزاده رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دعصمت الله په نوم یو مدني فعال د اختر په دوېیمه ورځ غرمه مهال وسلهوالو طالبانو د اندړ ولسوالۍ خوزیو کلي ته پر لار و چې دوی لومړی له موټره ښکته کړی او بیا یې په ډزو سره وژلی دی.
سرچېنه زیاتوي چې له نوموړي سره په موټر کې مېرمنې او ماشومان هم موجود و.
جمعه زاده وایي چې عصمت الله سلام یو مدني فعال و او په سلطان محمود ښار ګوټي کې د سیمې او ولسونو شورا رییس په توګه دنده مخ ته وړه.
وسلهوالو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ