ads

عبدالرشید دوستم د افغانستان درېیم مارشال شو

د جمهور رییس محمد اشرف غني پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته نن رسما د هغه د خدمتونو له کبله د دولت له لوري د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1399
عبدالرشید دوستم د افغانستان درېیم مارشال شو

نوموړي په همدې هدف جوړو شوو مراسمو ته وویل، یاده رتبه د افغانستان په ټولو وګړو پورې اړوند ده.
ده پخپلو خبرو کې زیاته کړه، افغانستان یو حساس پړاو ته رسېدلی او پر جمهور رییس غني او ډاکتر عبدالله عبدالله یې غږ وکړ چې سیاسي اختلافونه حل کړي او یووالي ته مخه کړي.
هغه خبرداری ورکړ، که د مشرانو تر منځ یووالی رامنځته نه شي، لېرې نه ده چې اوسنی میدان به طالبانو او د هغوی جوړ شوي امارتي نظام ته پاتې شي.
دوستم ته د دې رتبې ورکړه د جمهور رییس غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې یوه برخه وه.
په دې سره دوستم تر شاه ولي خان او محمد قسیم فهیم وروسته د افغانستان درېیم مارشال ونومول شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA