ads

د کورونا ویروس ۲۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴زره او ۹۹۴ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1399
د کورونا ویروس ۲۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د وزارت په خبره، له دې وبا څخه تازه ۳۲ تنه مړه شوي او ۱۰۰۲ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۰۹۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۲ زره او ۴۵۶ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA