د سرچینې په وینا، دا مرسته به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرم له لوري اړمنو خلکو ته ورسول شي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر رابرټ کاسا وایي، دا مرستې یې په داسې حال کې تر سره کړې چې له اټکل سره سم د افغانستان نېږدې څلور میلیونه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.
هغه زیاتوي، د خوراکي توکو دا مرسته به هغو یو میلیون اړمنو کسانو ته ورسوي چې جکړو ځپلي یا طبیعي پېښو زیانمن کړي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ