د دې ولسوالۍ ولسوال فضل محمد غریب شاه کلید ته وویل، پېښه تېره شپه درې بچې او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په یاد برید کې څلورو امنیتي سرتیرو ته مرګژوبله اوښتې، چې یو تن پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دی زیاتوي، د چاودنې له کبله مالي زیانونه هم اوښتي، کړکۍ او دروازې ماتې شوي او د دې ولسوالۍ ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.
بلخوا، ځینو امنیتي سرچینونو رسنیو ته ویلي، په شوي موټربم برید کې درې سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.