د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ۴۹۵مشکوکې نمونې کتل شوې چې له ډلې یې ۱۹۴مثبتې ثاتبې شوې دي.
د وزارت په خبره، له دې وبا څخه تازه ۲۲تنه مړه شوي چې په دې سره له یادې ناروغۍ د وژل شوو کسانو شمېر ۹۲۰تنو ته ورسېد.
سرچینه زیاتوي، په یاده موده کې ۱۲۶ د کویډ ۱۹ ناروغان ښه شوي دي چې په دې سره د رغېدلو کسانو شمېر تر ۲۰ زره واوښت.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ