د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال میر اسد الله کوهستاني پرون د دغو سرتیرو په فراغتغونډه کې وویل، کوم سرتیري چې له نظامي زده کړو فارغ شوي، تر دې وروسته به د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای او خپلو دندو ته به دوام ورکړي.
د سرچیني په وینا، فارغو شوو سرتیرو ژمنه وکړه چې د هېواد له دښمنانو سره د مبارزې په برخه کې به خپلې ټولې هڅې ونه سپموي او تر وروستۍ سلګۍ به دندې ته دوام ورکړي.
د ملي اردو دغه سرتیري تر نظامي زده کړو وروسته پر داسې مهال د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای کېږي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له خوا تاوتریخوالی ډېر شوی او د دوی په بریدونو کې د افغان سرتیرو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ