د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله جنرال عبدالرشید دوستم ته د جمهور رییس محمد اشرف غني لخوا د مارشالۍ رتبې د ورکړې مبارکي ویلې ده.
عبدالله عبدالله په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي: ((ګران ورور جلالتمآب مارشال عبدالرشيد دوستم، د جنبش ملي اسلامي افغانستان بنسټګر او مشر، د مارشالۍ رتبې په ترلاسه کولو تا د جنبش ملي اسلامي افغانستان رهبرۍ او غړو او د افغانستان خلکو ته مبارکي وايم.))
د راپورونو له مخې جمهور رییس محمد اشرف غني په یوه فرمان سره عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې ده.
جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبي ورکړه د له جمهور رییس محمد اشرف غني سره د ډاکټر د عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې یوه مهمه برخه وه.
یو شمېر سیاسي کاروپوهان دې ته اندېښنه لري چې د جنرال دوستم مرشالي به د سولې په روان بهیر اغېز ولري، دوی وایي چې دوستم د بشري حقونو ټولنې لخوا پر سرغړونو تورن دی او همداشان یې زرګونه طالب بندیانو وژلي دي.
عبدالرشید دوستم د ډاکټر نجیب الله په وخت کې د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړه او بیا د مجاهدینو د حکومت مشر صبعت الله مجددي ورته د سترجنرال رتبه ورکړې وه.
افغان حکومت تر اوسه په رسمي دول ددې خبر په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ