ads

روسیه او امریکا پر افغان سوله غږېدلي

د روسیې هېواد رسنیو خبر ورکړی، چې په امریکا کې د روسیې سفیر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

محمدخان بریال
3 چنګاښ 1399
روسیه او امریکا پر افغان سوله غږېدلي

د سرچینې په خبره، په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په افغانستان کې پر روان حالت خبرې شوې دي.
روسیې او امریکا ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید د دواړو هېوادونو هڅې همغږې شي او د سولې په راوستو کې مرسته پراخه شي.
سرچینه زیاتوي، دوی همدا راز د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم له یو بل سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې د افغانستان پر سوله د روسیې، افغانستان او امریکا ګډ کنفرانس هم شوی و او ټینګار شوی چې له یو بل سره په همکارۍ به دلته روانه جګړه پای ته رسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA