له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له مسول پیټر نتيلو سره پرون د ویډیویي کنفرانس له لارې دلته د کورونا ویروس پر وړاندې پر مبارزې بحث وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ویډیویي کنفرانس کې د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیایي ادارې مسول د روغتیا له وزارت سره د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه اداره به د لابراتوارونو د پراختیا په برخه کې ۱۰ اشاریه نهه میلیونه او د سرویلانس او روغتیایي خدمتونو په برخه کې ۳۱ اشاریه ۶ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
په ورته مهال د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وویل، دوی هڅه کوي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې تر څنګ په روغتیایي مرکزونو کې خدمتونو ته په عادي بڼه دوام ورکړي.
نوموړي د امریکا له شوو مرستو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه پیسې به په شفافه بڼه له کورونا ویروس سره پر مبارزه ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس د پراختیا په حال کې دی او مثبتې پېښې یې تر ۲۷ زره اوښتې دي.