هغه په ورته وخت کې وویل، اوس چې کورونا ویروس په افغانستان کې په یو ګواښ بدل شوی، د جمهور رییس غني ټول کارونه له دې وبا سره پر مبارزې ورټول دي.
د صدیقي په وینا، حکومت په تېرو پنځو کلونو کې له فساد سره جدي مبارزه کړې او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.
حکومت پر داسې مهال دا خبره کوي، چې ملګري ملتونه په تازه خپاره کړي راپور کې وایي، لاهم اداري فساد د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې ستر خنډونه بلل کېږي.