ads

امریکا له افغان حکومت سره د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره ۴۲ میلیونه ډالر مرسته وکړه

روغتیا وزارت وایي، متحده ایالاتونه له دغه وزارت سره د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۴۲ اشار پنځه میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
29 غبرګولی 1399
امریکا له افغان حکومت سره د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره ۴۲ میلیونه ډالر مرسته وکړه

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له مسول پیټر نتيلو سره پرون د ویډیویي کنفرانس له لارې دلته د کورونا ویروس پر وړاندې پر مبارزې بحث وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ویډیویي کنفرانس کې د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیایي ادارې مسول د روغتیا له وزارت سره د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه اداره به د لابراتوارونو د پراختیا په برخه کې ۱۰ اشاریه نهه میلیونه او د سرویلانس او روغتیایي خدمتونو په برخه کې ۳۱ اشاریه ۶ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
په ورته مهال د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وویل، دوی هڅه کوي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې تر څنګ په روغتیایي مرکزونو کې خدمتونو ته په عادي بڼه دوام ورکړي.
نوموړي د امریکا له شوو مرستو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه پیسې به په شفافه بڼه له کورونا ویروس سره پر مبارزه ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس د پراختیا په حال کې دی او مثبتې پېښې یې تر ۲۷ زره اوښتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA