ads

افغان حکومت: له فساد سره مبارزه مو لومړیتوب ده

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې له اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رییس محمد اشرف غني د کار لومړیتوب وه.

محمدخان بریال
29 غبرګولی 1399
افغان حکومت: له فساد سره مبارزه مو لومړیتوب ده

هغه په ورته وخت کې وویل، اوس چې کورونا ویروس په افغانستان کې په یو ګواښ بدل شوی، د جمهور رییس غني ټول کارونه له دې وبا سره پر مبارزې ورټول دي.
د صدیقي په وینا، حکومت په تېرو پنځو کلونو کې له فساد سره جدي مبارزه کړې او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.
حکومت پر داسې مهال دا خبره کوي، چې ملګري ملتونه په تازه خپاره کړي راپور کې وایي، لاهم اداري فساد د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې ستر خنډونه بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA