ads

شاهین: د افغان حکومت اته نور عسکر له بنده ازاد شول

د طالبانو ډله په زابل ولایت کې د افغان حکومت د اتو نورو بندیانو د خلاصون خبر ورکوي.

محمدخان بریال
22 غبرګولی 1399
شاهین: د افغان حکومت اته نور عسکر له بنده ازاد شول
سهیل شاهین

د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د افغان حکومت د بندیانو د خلاصون په دوام په زابل ولایت کې اته نور افغان ځواکونه د دوی له بنده ازاد شول.
د شاهین په وینا، خوشي شوو کسانو ته نوې جامې او ۵۰۰۰ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.
شاهین زیاتوي چې د طالبانو له خوا به د افغان حکومت د بندیانو د خلاصون لړۍ تر دې وروسته هم دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبانو به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي.
تر اوسه طالبانو د افغان حکومت شاخوا ۵۰۰ بندیان ازاد کړي، خو افغان حکومت بیا د بګرام، پلچرخي او د ولایتونو له زندانونو څخه د درې زره طالب بندیانو د خوشي کېدو لړۍ پوره کړې ده.
حکومت وایي، دوی د طالب بندیانو خوشي کېدو ته دوام ورکوي، خو ټینګار کوي چې طالبان باید بشپړ اوربند وکړي او تاوتریخوالی کم کړي، څو د دواړو لورو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د باور زمینه رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA