د دغه ولایت د والي ویاند بهیر احمدي کلید ته وویل، د کندهار ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د موټرسایکل بم په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ده په وینا، دغه موټر سایکل بم د یو حمام مخې ته ځای پر ځای شوي و او هدف یې تر اوسه معلوم نه دی.
کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.