ads

افغانستان او سیمه کې د ثبات په هدف د ایران هڅې

  ایراني چارواکي وایي، هېواد یې د افغانستان په ګډون سیمه کې د سولې او ثبات د راوستو په هدف هڅې پیل کړي دي. ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف رسنیو ته ویلي، چې په دې ورستیو کې د افغانستان، سوریې، یمن، روسیې، پاکستان، هند او ملګرو ملتونو له چارواکو  سره د سیمې […]

نویسنده: shams
3 غویی 1399
افغانستان او سیمه کې د ثبات په هدف د ایران هڅې

 

ایراني چارواکي وایي، هېواد یې د افغانستان په ګډون سیمه کې د سولې او ثبات د راوستو په هدف هڅې پیل کړي دي.

ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف رسنیو ته ویلي، چې په دې ورستیو کې د افغانستان، سوریې، یمن، روسیې، پاکستان، هند او ملګرو ملتونو له چارواکو  سره د سیمې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي.

جواد ظریف وایي، ایران د افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د سولې او دایمي ثبات لپاره ژمن دی او په دې برخه کې یې خپلو هڅو ته یې دوام ورکوي.

ظریف وايي، ایران تمه لري چې افغانستان کې سیاسي کړکېچ ژر حل شي او افغان حکومت د یوې دایمې سولې لپاره لاس په کار شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA