ads

مایک پمپیو: افغانستان کې سولې ته ژمن یو

  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی. پرون د جنوبي او منځنۍ آسیا له خبریالانو په په ټېلېفوني خبري کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو […]

نویسنده: shams
29 وری 1399
مایک پمپیو: افغانستان کې سولې ته ژمن یو

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

پرون د جنوبي او منځنۍ آسیا له خبریالانو په په ټېلېفوني خبري کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د سولې ټینګښت او د جګړې د کمولو په برخه کې د امریکا  پر ژمنه ټینګار وکړ او وویل چې امریکا د افغانستان سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او همدارنګه په دې برخه دواړو خواوو ته په تماسونو بوخته ترڅو افغانستان کې جکړه کمه او یوې پایداره سولې ته زمینه برابره شي.

مایک پومپیو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان او نړۍ د کرونا ویروس د وبا د مخنیوي لپاره هڅې پیل شوي دي خو افغانستان کې جګړو زور اخیستی.

له دې وړاندې ناټو هم له طالبانو غوښتنه کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې دې په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA