د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې ۱۰۹ کیلوګرامه چرس نیولي دي.
د وزارت په خبره، دغه توکي د یاد ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ او مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې له اړوند سیمو تر لاسه شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، دغه نشه یي توکي په دوو کرولا ډوله موټرو کې ځای پر ځای شوي وو، چې د افغان ځواکونو لاسته ورغلل.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، د یادې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او اوسمهال د پولیسو تر څېړنې لاندې دی.