طالبانو اعلان کړی، چې دغه ډله به تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کورونا وېروس د مثبتې پېښې په ثبتېدو سره هلته جګړه ودروي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که خدای مه کړه، د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې کورونا وېروس خپرېدنه پیل کړه، نو دا ډله چمتو ده، څو په هغه ځانګړې سیمه کې جګړه بس کړي.
تر دې وړاندې اسوشټيډ پریس خبري اژانس داسې راپور ورکړی و، چې ګواکي طالبان د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د کورونا وېروس د خپرېدو په دلیل اروبند اعلانوي، خو ذبیح الله مجاهد دا اوازې رد کړې.
هغه وویل، له یاد خبري اژانس سره د نوموړي له مرکې او خبرو غلط تعبیر اخیستل شوی دی.
بلخوا، په افغانستان کې روغتیایي چارواکي هم د طالبانو دغه اقدام ستایي او په هېواد کې د کورونا ناروغۍ پر وړاندې د ټولو افغانانو پر ګډې مبارزې ټینګار کوي.