د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ د هېواد له زندانونو د بندیانو د خوشي کېدو لړۍ روانه ده، چې تر دامهاله ۱۹۸ بندیانو خوشي شوي دي.
دغه بندیان د پکتیکا، غزني، خوست او ننګرهار له زندانونو خوشي شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت له محبس څخه ۶۱ بندیان ازاد شول.
بلخوا، د هرات امنیتي چارواکو هم د دغه ولایت له زندانه د ۱۴۱ بندیانو د خوشي کېدو خبرورکړی او زیاتوي چې دغه بهیر به له یاد زندان څخه د ۵۰۰ بندیانو تر خوشي کېدو دوام ولري.
یاده دې وي چې د جمهور رییس غني د تازه فرمان او له کورونا وېروس سره د مبارزې په هدف به د هېواد له زندانونو څخه ۱۰ زره هغه بندیان خوشي شي، چې په وړو جرمونو مجرم پېژندل شوي او د بند موده کې کمه پاتې وي.
حکومت وایي، دغو کسانو ترهګریز فعالیتونه نه دي ترسره کړي او کورني او بهرني امنیت ته ګواښ نه پېښوي.