د بامیان ولایت د والي ویاند لطیف عظیمي کلید ته په خبرو کې وویل، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې یو ځوان هلک یوه ځوانه نجلۍ د تفنچې په وسیله وژلې او خپله یې هم د ځان وژنې هڅه کړې ده.
د ده په خبره، هلک تر ځان ویشتلو وروسته ټپی شوی او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
تر اوسه د پېښې دلیل معلوم نه دی، خو ویل کېږي چې دغه هلک پر یادې نجلۍ مین و او د نجلۍ د کورنۍ د نه ورکړې له کبله یې ځان او نجلۍ دواړه ویشتلي دي.
عظیمي زیاتوي، چې په دې اړه د دوی څېړنې رواني دي او ډېر ژر به د قتل انګېزه معلومه کړي.