د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څلورو نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې تر دامهاله ۱۷۴ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د تازه پېښو له ډلې دوې په کندهار، یوه په نیمروز او یوه بله مثبته پېښه په ډایکنډي ولایت کې تثبیت شوې ده.
دی زیاتوي، چې تر اوسه له دې ناروغۍ څلور افغانان مړه شوي او پنځه نور ترې روغ شوي دي.
د روغتیایي چارواکو په وینا، کوم کسان چې اوسمهال په کورونا وېروس اخته کېږي، په دې وروستیو کې یې کوم بهرني هېواد ته سفر نه دی کړی.
کورونا وېروس د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګند شو، چې تر دې مهاله یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې زرګونه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.