له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني تېره ماښام د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره د کورونا وېروس پر مخنیوي ټلیفوني خبرې وکړې.
د سرچینې په خبره، په دغه ټلیفوني بحث کې دواړه لوري له ایران څخه د راتلونکو افغان کډوالو په اړه وغږېدل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له ایران څخه د زرګونه افغانانو پر راتګ اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې کېدایشي دغه چاره په افغانستان کې د کورونا وېروس د لا خورېدو لامل شي.
هغه وایي، کورونا وېروس جدي ستونزه ده او په دې برخه کې ملګري ملتونه له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
دواره مشران پر داسې مهال ټلیفوني خبرې کوي، چې په هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۹۱ تنو ته رسېدلی دی.