ads

د پکتیکا د کرنې ریاست په ۱۶۰۰ جریبه ځمکه باغونه کېنوي

د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس ابوبکر حقیار کلید ته وویل، د دغه ولایت ۱۶۰۰ بزګرانو ته يي د میوه لرونکو ونو د باغونو د ورکړې لړۍ پیل کړه. هغه څرګندوي، دا باغونه به په ۱۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په وینا يي د نیالګیو نیم لګښت له بزګرانو اخېستل شوی او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 وری 1399
د پکتیکا د کرنې ریاست په ۱۶۰۰ جریبه ځمکه باغونه کېنوي

د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس ابوبکر حقیار کلید ته وویل، د دغه ولایت ۱۶۰۰ بزګرانو ته يي د میوه لرونکو ونو د باغونو د ورکړې لړۍ پیل کړه.
هغه څرګندوي، دا باغونه به په ۱۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په وینا يي د نیالګیو نیم لګښت له بزګرانو اخېستل شوی او پاتې نیمايي يې د کرنې ریاست اړوند د باغدارۍ او مالدارۍ پروګرام له لوري ورکول کېږې.
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی وايي، د هېواد په کچه دا ولایت د کرنې لپاره ډېري ځمکې لري او که کار ورڅخه واخیستل شي، ټول هېوادوال به يې له حاصلاتو برخمن شي.
هغه وویل، د یادو باغونو باید ښه پالنه وشي، څو له یو لوري بزګران تر ډېره په ځان بسیا شي او له بل پلوه له شاړو ځمکو ګټه اخېستل شوې وي.
پر همدې مهال بزګران وايي، دا باغونه به سره له دې چې دوی يي له حاصلاتو برخمن کېږې، د هوا د پاکوالي لپاره به ډېري ګټې ولري.
دوی همدا راز څرګنده کړه، چې د باغونو او ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له کمښت سره مخ دي، چې په وینا يې د یادې برخې لپاره باید دولت ورته پاملرنه وکړي.
یاده دې وي، چې هر کال په پکتیکا کې زرګونه نیالګي او زیات شمېر باغونه کېنول کېږې، خو د ناسمې پالنې له امله يې د کال په وروستیو کې یو کم شمېر پاتې او نور ټول هغه يې ضایع شوې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA