ads

په ننګرهار کې د نوي کال د لمانځلو مراسم لغوه شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولین وایي، هلته د نوي کال د لمانځلو لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وو، خو د کرونا وېروس د خپرېدو له ویرې ټول لغوه شول. د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد وایي، په پام کې وه چې د نوي کال د مراسمو لمانځلو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 کب 1398
په ننګرهار کې د نوي کال د لمانځلو مراسم لغوه شول
ننګرهار

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولین وایي، هلته د نوي کال د لمانځلو لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وو، خو د کرونا وېروس د خپرېدو له ویرې ټول لغوه شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد وایي، په پام کې وه چې د نوي کال د مراسمو لمانځلو په هدف فرهنګي او صنعتي اونۍ ولمانځي؛ خو د کرونا وېروس له وېرې یې لغوه کړي دي.
په ورته مهال د ننګرهار ولایتي چارواکي هم د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف د روغتیایي ترتیباتو د نیولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، په دغه ولایت یې د کرونا وېروس د احتمالي راتګ په هدف قرنطین هم فعال شوي دي.
په ننګرهار کې داسې مهال د نوي کال لپاره یو شمېر فرهنګي پروګرامونه لغوه کېږي، چې حکومت په مزار شریف ښار کې هم د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف هلته د نوي کال هر ډول کېدونکي مراسم لغوه کړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA